له سعودي ۲۲۴ افغان بندیان خپل هېواد ته راولېږدول شول

24 ثور 1399 ساعت 12:31

بهرنیو چارو وزارت وایي، په سعودي عربستان کې له ۶۰۰ توقیف شوو افغانانو ۲۲۴ یې له بنده ازاد او افغانستان ته راستانه شول.


بهرنیو چارو وزارت وایي، په سعودي عربستان کې له ۶۰۰ توقیف شوو افغانانو ۲۲۴ یې له بنده ازاد او افغانستان ته راستانه شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، دغه بندیان په سعودي عربستان کې د افغان سفارت د هڅو په پایله کې خوشي او رالېږدول شوي دي.

سرچینه زیاتوي له یادو ۶۰۰ کسانو ۲۲۴ یې چې د کرونا وبا خپرېدو پر مهال د مهاجرتي اسنادو او کنسلي ستونزو له امله توقیف شوي او له روغتیایي ګواښونو سره مخ وو، خوشي شوي او نن هېواد ته راستانه شول.

سرچینه لیکي چې پاتې ۴۰۰ کسان به د روانې اوونې تر پایه افغانستان ته راستانه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127827

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127827/

جمهور
  https://www.jomhornews.com