۰

له سعودي ۲۲۴ افغان بندیان خپل هېواد ته راولېږدول شول

چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۱
بهرنیو چارو وزارت وایي، په سعودي عربستان کې له ۶۰۰ توقیف شوو افغانانو ۲۲۴ یې له بنده ازاد او افغانستان ته راستانه شول.
له سعودي ۲۲۴ افغان بندیان خپل هېواد ته راولېږدول شول
بهرنیو چارو وزارت وایي، په سعودي عربستان کې له ۶۰۰ توقیف شوو افغانانو ۲۲۴ یې له بنده ازاد او افغانستان ته راستانه شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، دغه بندیان په سعودي عربستان کې د افغان سفارت د هڅو په پایله کې خوشي او رالېږدول شوي دي.

سرچینه زیاتوي له یادو ۶۰۰ کسانو ۲۲۴ یې چې د کرونا وبا خپرېدو پر مهال د مهاجرتي اسنادو او کنسلي ستونزو له امله توقیف شوي او له روغتیایي ګواښونو سره مخ وو، خوشي شوي او نن هېواد ته راستانه شول.

سرچینه لیکي چې پاتې ۴۰۰ کسان به د روانې اوونې تر پایه افغانستان ته راستانه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي