ترکمنستان ۱۲۶ افغان بندیان خوشې کوي

28 ثور 1399 ساعت 9:51

د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په حکم به دغه هېواد کې په بېلا بېلو جرمونو بندي ۱۲۶ افغان بندیان خوشي شي.


د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په حکم به دغه هېواد کې په بېلا بېلو جرمونو بندي ۱۲۶ افغان بندیان خوشي شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، ښاغلی محمدوف د دواړو هېواد تر منځ د ښو اړیکو او حسن نیت لپاره د کوچیني اختر په مناسبت د دغه شمېر زندانیانو د خوشي کېدو فرمان ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، تمه ده دغه بندیان د دوشنبه په ورځ د ثور ۲۹ یاد بندیان په آقینه او تورغنډۍ بندرونو کې افغان سرحدي ځواکونو ته ورتسلیم شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکمنستان د دې اقدام ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو پر لا پیاوړو اړیکو یې ټینګارکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127924

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127924/

جمهور
  https://www.jomhornews.com