د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په حکم به دغه هېواد کې په بېلا بېلو جرمونو بندي ۱۲۶ افغان بندیان خوشي شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، ښاغلی محمدوف د دواړو هېواد تر منځ د ښو اړیکو او حسن نیت لپاره د کوچیني اختر په مناسبت د دغه شمېر زندانیانو د خوشي کېدو فرمان ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، تمه ده دغه بندیان د دوشنبه په ورځ د ثور ۲۹ یاد بندیان په آقینه او تورغنډۍ بندرونو کې افغان سرحدي ځواکونو ته ورتسلیم شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکمنستان د دې اقدام ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو پر لا پیاوړو اړیکو یې ټینګارکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل