ولسمشرغني او عبدالله به ډېر ژر سیاسي توافق لاسلیک کړي

28 ثور 1399 ساعت 10:12

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر غني به له خپل پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره ډېر ژر سیاسي توافق لاسلیک کړي.


د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر غني به له خپل پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره ډېر ژر سیاسي توافق لاسلیک کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صدیقي د شنبې په ورځ (غوايي ۲۷ مه) رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې لیکلي ‌‌چې د دواړو غاړو ترمنځ په مهمو ملي مسایلو کې توافق شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د تړون له امضا کولو وروسته به یې په اړه نور جزیات خپاره شي.

که څه هم لا د دغه تړون جزیات په رسمي ‌ډول نه دي خپاره شوي،‌ خو ځینو رسنیو ویلي دي چې په تړون کې په کابینې کې ښاغلي عبدالله ته ۵۰ فیصده برخه او د سولې د مصالحي د عالي شورا مشري‌ ورکړل شوې او همدغه راز عبدالرشید دوستم ته د مارشالې رتبه هم منل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127926

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127926/

جمهور
  https://www.jomhornews.com