۰

ولسمشرغني او عبدالله به ډېر ژر سیاسي توافق لاسلیک کړي

یکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۲
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر غني به له خپل پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره ډېر ژر سیاسي توافق لاسلیک کړي.
ولسمشرغني او عبدالله به ډېر ژر سیاسي توافق لاسلیک کړي
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر غني به له خپل پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره ډېر ژر سیاسي توافق لاسلیک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صدیقي د شنبې په ورځ (غوايي ۲۷ مه) رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې لیکلي ‌‌چې د دواړو غاړو ترمنځ په مهمو ملي مسایلو کې توافق شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د تړون له امضا کولو وروسته به یې په اړه نور جزیات خپاره شي.

که څه هم لا د دغه تړون جزیات په رسمي ‌ډول نه دي خپاره شوي،‌ خو ځینو رسنیو ویلي دي چې په تړون کې په کابینې کې ښاغلي عبدالله ته ۵۰ فیصده برخه او د سولې د مصالحي د عالي شورا مشري‌ ورکړل شوې او همدغه راز عبدالرشید دوستم ته د مارشالې رتبه هم منل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي