د ولسمشرغني لومړی مرستیال صالح ننګرهار ته تللی

28 ثور 1399 ساعت 10:23

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ولسشمر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح ننګرهار ولایت ته ور رسېدلی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ولسشمر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح ننګرهار ولایت ته ور رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي،  ښاغلی صالح نن یکشنبې د غوايي ۲۸ مه سهار ۸:۳۰ د یوه پلاوي په مشرۍ جلال ته ورسېده.

نوموړی وايي، ننګرهار ته د ښاغلي صالح د سفر موخه د ښېوې ولسوالۍ د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کول دي.

خوګیاڼی وايي، د ولسمشر لومړی مرستیال به نن د ننګرهار له علماوو، قومي مخورو، ځوانانو، مېرمنو، نظامي منسوبينو او يو شمېر نورو قشرونو سره هم جلا جلا ليدنې ترسره کړي.

د یادونې ده، چې دا ننګرهار ته د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د امرالله صالح لومړنی سفر دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127929

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127929/

جمهور
  https://www.jomhornews.com