۰

د ولسمشرغني لومړی مرستیال صالح ننګرهار ته تللی

یکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ولسشمر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح ننګرهار ولایت ته ور رسېدلی دی.
د ولسمشرغني لومړی مرستیال صالح ننګرهار ته تللی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ولسشمر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح ننګرهار ولایت ته ور رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي،  ښاغلی صالح نن یکشنبې د غوايي ۲۸ مه سهار ۸:۳۰ د یوه پلاوي په مشرۍ جلال ته ورسېده.

نوموړی وايي، ننګرهار ته د ښاغلي صالح د سفر موخه د ښېوې ولسوالۍ د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کول دي.

خوګیاڼی وايي، د ولسمشر لومړی مرستیال به نن د ننګرهار له علماوو، قومي مخورو، ځوانانو، مېرمنو، نظامي منسوبينو او يو شمېر نورو قشرونو سره هم جلا جلا ليدنې ترسره کړي.

د یادونې ده، چې دا ننګرهار ته د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د امرالله صالح لومړنی سفر دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي