طالبانو ویلي، دوی د مصالحې له عالي شورا سره چې نوې جوړې خبرې نه کوی او نه به هم دغه شورا په رسمیت وپېژني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې ویل کېږي د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ سیاسي جوړجاړی کېدونکی دی او په کې عبدالله د مصالحې د عالي شورا د مشر په توګه ټاکل کېږي.
طالبانو همدې ته په غبروګون کې ویلي، دوی به د مصالحې شورا په رسمیت ونه پېژني او دوی له عبدالله عبدالله سره د دغه شورا له چوکاټ د باندې خبرې وکړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، طالبان له ټولو افغان لوریو سره مذاکرات کول غواړي، چې افغان حکومت به هم په کې د یو جهت په څېر حضور ولري.
مجاهد ادعا کړې، چې اشرف غني د مصالحې شورا د سولې پروسې د تخریب لپاره رامنځته کوي، حال دا چې تر دې د سولې عالي شورا په خپلو کارونو کې ناکامه وه.
نوموړي د تاوتریخوالي د دوام په تړاو ویلي، دوی له افغان حکومت سره کوم تړون نه لري او لا یې هم پر ضد د طالبانو عملیات روان دي.
جمهورخبري آژانس:کابل