د فراه د خاک سفید امنیه قوماندان وژل شوی دی

29 ثور 1399 ساعت 11:36

سمه سیز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ امنیه قوماندان طوفان نورزی په یوه برید کې وژلی دی.


سمه سیز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ امنیه قوماندان طوفان نورزی په یوه برید کې وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیمه ییز امنیتي چارواکي زیاتوي، دغه پېښه تېره شپه د فراه ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب وايي، د شپې لس بجې په یاده سیمه کې ناپېژانده وسله والو د خاک سفید په امنیه قوماندان توفان نوري ډزې کړې او وژلی یې دی.

نوموړی زیاتوي، برګر له برید وروسته له سیمې تښتېدلي، خو د پولیسو له خوا یې د نیولو پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د غزني ولایت د رشیدان ولسوالۍ امنیه قوماندان بیا د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127961

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127961/

جمهور
  https://www.jomhornews.com