سمه سیز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ امنیه قوماندان طوفان نورزی په یوه برید کې وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز امنیتي چارواکي زیاتوي، دغه پېښه تېره شپه د فراه ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب وايي، د شپې لس بجې په یاده سیمه کې ناپېژانده وسله والو د خاک سفید په امنیه قوماندان توفان نوري ډزې کړې او وژلی یې دی.
نوموړی زیاتوي، برګر له برید وروسته له سیمې تښتېدلي، خو د پولیسو له خوا یې د نیولو پلټنې روانې دي.
تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د غزني ولایت د رشیدان ولسوالۍ امنیه قوماندان بیا د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی و.
جمهورخبري آژانس:کابل