
د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له دندې استعفا وکړه
31 ثور 1399 ساعت 9:13
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له خپلې دندې استعفاع کړې ده.
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له خپلې دندې استعفاع کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي ښاغلی نعیمي له یوې مودې راهیسې ناروغ او د همدې ناروغۍ له امله یې دنده پرېښې ده.
د نعیمي ویاند عصمت الله مرادي هم وايي، ښاغلي نعیمي د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره له دندې استعفی کړې ده.
نعیمي څه موده وړاندې د ناروغۍ له امله روغتون کې بستر او جراحي عملیات یې وکړ، چې د مرادي په خبره اوس ډاکترانو په مشوره د درملنې لپاره یې دنده پرښې ده.
د یادونې ده، چې ښاغلي نعیمي تر دې وړاندې د خوست، لغمان او وردګ ولایتونو د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کندوز
د مطلب کود: 128028
دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/128028/
جمهور
http://jomhornews.com