۰

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له دندې استعفا وکړه

چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له خپلې دندې استعفاع کړې ده.
د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له دندې استعفا وکړه
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له خپلې دندې استعفاع  کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي ښاغلی نعیمي له یوې مودې راهیسې ناروغ او د همدې ناروغۍ له امله یې دنده پرېښې ده.

د نعیمي ویاند عصمت الله مرادي هم وايي، ښاغلي نعیمي د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره له دندې استعفی کړې ده.

نعیمي څه موده وړاندې د ناروغۍ له امله روغتون کې بستر او جراحي عملیات یې وکړ، چې د مرادي په خبره اوس ډاکترانو په مشوره د درملنې لپاره یې دنده پرښې ده.

د یادونې ده، چې ښاغلي نعیمي تر دې وړاندې د خوست،  لغمان او وردګ ولایتونو د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کندوز
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي