د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو سره تلېفوني خبرې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي اتمر خپل ترکي سیال ته د وروستیو تحولاتو، لکه د تفاهم، سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کول، بشردوستانه اوربند، د بین الافغاني خبرو د پیل او د دولت او طالبانو تر منځ د زندانیانو د تبادلې په اړه معلومات ورکړل.
خبرپاڼه وايي، اتمر له د ناټو په چوکاټ کې له افغان ځواکونو د ترکیې د ملاتړ مننه وکړه او دغه راز یې د افغانستان، ترکیې او پاکستان تر منځ پر درې اړخیزه همکارۍ هم خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د وروستي سیاسي توافق هرکلی کړی او دغه راز یې د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت، له دولت، افغان ځواکونو او افغانستان له سولې پروسې د ملاتړ او همکاري ډاډ څرګند کړی دی.
دغه راز ښاغلي اغلو ویلي، هېواد به یې ډېر ژر د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره افغانستان ته روغتیايي مرستې ولېږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د کرونا بحران له پای ته رسېدو سره سم ښاغلي اتمر ته د ترکیې بلنه هم ورکړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل