واشنګټن ټایمز:

افغانستان کې تر کرونا د جګړې پر ضد اقدام اړین دی

1 جوزا 1399 ساعت 12:24

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي چې افغانستان کې تر دې دمه جګړو تر کرونا ډېر قربانیان اخیستي دي.


واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي چې افغانستان کې تر دې دمه جګړو تر کرونا ډېر قربانیان اخیستي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ورځپاڼه کې ټینګار شوي، چې په افغانستان کې تر کرونا هم د روانې جګړې پر ضد اقدامات اړین دي او ټول باید نور دغه خونړۍ جګړه ودروي.

په مقاله کې لیکل شوي افغانستان کې د کرونا له پیله تر دې دمه جګړو تر کرونا ویروس ډېر قربانیان اخیستي دي او د سولې هوکړې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه کړې.

واشنګټن ټایمز لیکي تر هغه وروسته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ډېر شوي چې د اندېښنې وړ مسئله ده.

ورځپاڼه دغه راز لیکي طالبان له کلونو راهیسې د خپل حکومت د جوړولو لپاره هڅه کوي او د سولې هوکړې له لاسلیک سره ښايي خپل دغه هدف تعقیب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128064

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128064/

جمهور
  https://www.jomhornews.com