۰
واشنګټن ټایمز:

افغانستان کې تر کرونا د جګړې پر ضد اقدام اړین دی

پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۴
واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي چې افغانستان کې تر دې دمه جګړو تر کرونا ډېر قربانیان اخیستي دي.
افغانستان کې تر کرونا د جګړې پر ضد اقدام اړین دی
واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي چې افغانستان کې تر دې دمه جګړو تر کرونا ډېر قربانیان اخیستي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼه کې ټینګار شوي، چې په افغانستان کې تر کرونا هم د روانې جګړې پر ضد اقدامات اړین دي او ټول باید نور دغه خونړۍ جګړه ودروي.

په مقاله کې لیکل شوي افغانستان کې د کرونا له پیله تر دې دمه جګړو تر کرونا ویروس ډېر قربانیان اخیستي دي او د سولې هوکړې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه کړې.

واشنګټن ټایمز لیکي تر هغه وروسته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ډېر شوي چې د اندېښنې وړ مسئله ده.

ورځپاڼه دغه راز لیکي طالبان له کلونو راهیسې د خپل حکومت د جوړولو لپاره هڅه کوي او د سولې هوکړې له لاسلیک سره ښايي خپل دغه هدف تعقیب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي