۰
د عامې روغتیا وزارت:

د کرونا پېښې ۸۶۷۶ ته رسېدلې، که احتیاط ونه شي جنازو پورې به حیران شو

پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۱
د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که خلک کرونا جدي ونه نیسي او قرنطین مراعت نه کړي، نو له کوڅو به د مړو جنازې ووځي.
د کرونا پېښې ۸۶۷۶ ته رسېدلې، که احتیاط ونه شي جنازو پورې به حیران شو
د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که خلک کرونا جدي ونه نیسي او قرنطین مراعت نه کړي، نو له کوڅو به د مړو جنازې ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، په دې وروستیو ورځو کې د کرونا پېښې خورا ډېرې شوې او لا هم مخ په ډېرېدو دي.

هغه د کرونا پېښو د ډېرېدو علت یوازې د خلکو بې پروايي او صحي تدابیرو ته نه پاملرنه ښيي وايي اوس د کرونا ناورغان دومره ډېر شوي، چې په افغان جاپان او محمد علي جناح روغتونونه له ناورغانو ډک دي او ځای نشته.

نوموړي وویل«که بیرو بارو همداې دوام ولري او خلک بې پروايي وکړي، قرنطین مراعت نه کړي، ناورین لرې نه دي، چې سړکونه به مو له مړو ډک وي.»

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۰۰۷ شکمنې پېښې په لابراتوارونو کې څېړل شوې، چې ۵۳۱ یې مثبت وې او په دې سره د کرونا ټولې پېښې ۸۶۷۶ ته ورسېدې.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ تنه له کرونا مړه شوي او ۸ نور ترې رغېدلي چې د مړو شمېر ۱۰۳ ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۹۳۸ ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال له خلکو وغوښتل، چې اختر په خپلو کورونو کې ولمانځي او خپله خوشحالي په غم بدله نه کړي.

هغه زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزرات به یو ځل بیا د کابینې په غونډه کې وړاندیز وکړي، چې قرنطین له سره پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي