د پاکستان یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده

2 جوزا 1399 ساعت 15:46

د پاکستان په کراچۍ کې د دغه هېواد يوه له مسافرو ډکه الوتکه نن جمعه د غبرګولي ۲ مه ماسپښین مهال ۳:۳۰ بجې راپرېوتې او له منځه تللې ده.


د پاکستان په کراچۍ کې د دغه هېواد يوه له مسافرو ډکه الوتکه  نن جمعه د غبرګولي ۲ مه ماسپښین مهال ۳:۳۰ بجې راپرېوتې او له منځه تللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه له لاهور څخه کراچۍ ته روانه وه او تر کښېناستو يوه دقيقه مخکې يې اړيکه له رادار سره پرې شوې ده.

د تر لاسه شويو لومړنيو مالوماتو په اساس، په دغه اييربس سي۲۰ الوتکه کې ۱۰۵ تنه مسافر سپاره ول او عمله يې هم زياته وه.

د پاکستان د هوايي کنټرول په اداره کې ځينې سرچينې وايي، پيلوټ تر پايه پورې دوی ته د هيڅ تخنيکي ستونزې د پېښېدو خبر نه دی ورکړی.

تر اوسه د خبر بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128088

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128088/

جمهور
  https://www.jomhornews.com