۰

د پاکستان یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده

جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۶
د پاکستان په کراچۍ کې د دغه هېواد يوه له مسافرو ډکه الوتکه نن جمعه د غبرګولي ۲ مه ماسپښین مهال ۳:۳۰ بجې راپرېوتې او له منځه تللې ده.
د پاکستان یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده
د پاکستان په کراچۍ کې د دغه هېواد يوه له مسافرو ډکه الوتکه  نن جمعه د غبرګولي ۲ مه ماسپښین مهال ۳:۳۰ بجې راپرېوتې او له منځه تللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه له لاهور څخه کراچۍ ته روانه وه او تر کښېناستو يوه دقيقه مخکې يې اړيکه له رادار سره پرې شوې ده.

د تر لاسه شويو لومړنيو مالوماتو په اساس، په دغه اييربس سي۲۰ الوتکه کې ۱۰۵ تنه مسافر سپاره ول او عمله يې هم زياته وه.

د پاکستان د هوايي کنټرول په اداره کې ځينې سرچينې وايي، پيلوټ تر پايه پورې دوی ته د هيڅ تخنيکي ستونزې د پېښېدو خبر نه دی ورکړی.

تر اوسه د خبر بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي