ننګرهار:

د تېلو ټانګ کې اورلګېدنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

6 جوزا 1399 ساعت 9:22

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د تېلو په یوه ټانګ کې د اورلګېدنې په پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د تېلو په یوه ټانګ کې د اورلګېدنې په پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون د اختر دوهمه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د تېلو په یوه ټانګ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه پېښه کې دوه تنه مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي، چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا وزارت ویاند ظاهر عادل هم وايي دوی ته ۱۰ تنه ټپیان وروړل شوي، چې  روغتیايي حالت یې نازک دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 128153

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128153/

جمهور
  https://www.jomhornews.com