۰
ننګرهار:

د تېلو ټانګ کې اورلګېدنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سی شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۲
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د تېلو په یوه ټانګ کې د اورلګېدنې په پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تېلو ټانګ کې اورلګېدنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د تېلو په یوه ټانګ کې د اورلګېدنې په پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون د اختر دوهمه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د تېلو په یوه ټانګ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه پېښه کې دوه تنه مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي، چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا وزارت ویاند ظاهر عادل هم وايي دوی ته ۱۰ تنه ټپیان وروړل شوي، چې  روغتیايي حالت یې نازک دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي