۰
کیبیلي هچیسن:

ناټو له امریکايي ځواکونو سره یو ځای له افغانستان څخه ووځي

یکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
په ناټو سازمان کې د امریکا دایمي استازې کیبیلي هچیسن وايي، ناټو ځواکونه به هم له افغانستان څخه له امریکايي ځواکونو سره په یو وخت او یو غږ وځي.
ناټو له امریکايي ځواکونو سره یو ځای له افغانستان څخه ووځي
په ناټو سازمان کې د امریکا دایمي استازې کیبیلي هچیسن وايي، ناټو ځواکونه به هم له افغانستان څخه له امریکايي ځواکونو سره په یو وخت او یو غږ وځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې په یوه تازه مرکه کې ویلي، د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو تبادلې ناټو هیله منه کړې ده چې په دغه هېواد کې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پيل شي.

نوموړې وايي، د ناتو او کابل اړیکې ښې دي او په وینا یې چې افغانستان کې به د دغه هیواد د ځواکونو روزنې او ورته د مشورې ورکولو ماموریت دوام وکړي.

مېرمن هچیسن زیاته کړې، د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ هوکړه یولوی پرمختګ و او ناټو هیله لري چې په افغانستان کې دا سیاسي هوکړه په بریالیتوب تمامه شي.

د امریکا دايمي استازې ټینګار کړی، چې ناټو به په افغانستان کې له ښځو څخه د ملاتړ ژمنو ته هم وفاداره پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ناټو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره په راتلونکي کې د مشورو ترڅنګ د افغان ځواکونو د روزنې او مالي تمویل باندې ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي