۰
د پوهنتونونو د استادانو اتحادیه:

حکومتي مشران دې پر تحصیلي ادارو سیاسي معامله نه کوي

دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۹
د افغانستان د پوهنتونونو اتحادیه له حکومت غواړي چې پر تعلیمي او تحصیلي ادارو دې سیاسي معاملې نه کوي.
حکومتي مشران دې پر تحصیلي ادارو سیاسي معامله نه کوي
د افغانستان د پوهنتونونو اتحادیه له حکومت غواړي چې پر تعلیمي او تحصیلي ادارو دې سیاسي معاملې نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې اتحادیې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د رامنځ ته شوي جوړجاړي هرکلی شوی دی، خو پر دواړو یې غږ کړی دی چې پر تعلیمي او تحصیلي ادارو دې سیاسي معامله نه کوي.

دوی وايي، د افغانستان د لوړو زده کړو او ښوونې او روزنې ادارې وړ او په کار پوه کسانو ته اړتیا لري او حکومت یې باید د مشرتابه لپاره له سیاسي ناندریو او کشمکشونو لرې وړ او په کار پوه کسان وګوماري.

یادې اتحادیې ویلي، که حکومت د پوهنتونونو د استادانو د اتحادیې غوښتنې ته پام و نه کړي نو دوی به چوپ پاتې نه شي او پر وړاندې به یې اعتراضونه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي