۰

امریکا کې لاریونونه؛ اوباما یې هم ملاتړ کړی، لسګونه پلورنځي لوټ شوې دي

سی شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۲
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم د پولیسو له خوا د یوه تورپوستي د وژل کېدو غبرګون کې د لاریون والو ملاتړ کړی او د لاریونونو پر مهال لسګونه پلورنځي او هټۍ لوټ شوي دي.
امریکا کې لاریونونه؛ اوباما یې هم ملاتړ کړی، لسګونه پلورنځي لوټ شوې دي
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم د پولیسو له خوا د یوه تورپوستي د وژل کېدو غبرګون کې د لاریون والو ملاتړ کړی او د لاریونونو پر مهال لسګونه پلورنځي او هټۍ لوټ شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنۍ وایي داسې برېښي چې د پلورنځیو لوټول د ورانکاره شبکو منظم پلان دی او خپل کار ته ادامه ورکوي.

په رسنیو کې په خپرو شوو ویډيویي انځورونو کې ښودل کېږي چې تورپوستي او مخپټي لاریون کوونکي پر پلورنځيو او هټیو یرغل کوي، دروازې یې ور ماتوي، ګرانبیه توکي یې غلا کوي او ان ځینو ته اور ورته کوي.

د امریکا پولیس وایي دوی به هڅه کوي چې دغه ډول کسان مشخص او د قانون منګولو ته وسپاري.

د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما له روانو لاریونونو د ملاتړ ترڅنګ ویلي د عدالت غوښتنې دغه لړۍ باید د بنسټیزو بدلونونو سبب شي.

هغه زیاته کړې، لاریون کوونکي دې امریکا ته زیان نه رسوي بلکې د خپلو حقوقو د خوندیتابه لپاره دې په ارامه او اغېزناکه توګه خپل غږ اوچت کړي.

نوموړي ویلي د پولیسو اوسنی سیستم باید اصلاح شي، عدالت تامین شي او د خلکو او حکومت ترمنځ دې واټن کم کړل شي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ټرمپ لاریون کوونکو ته په خطاب ویلي، نظم راولم، د امریکایانو، امریکا او قانون د ساتنې مسوول یم.

ټرمپ زیاته کړې، چې  په امریکا کې ځينې مغرضې کړۍ د لاریون کوونکو له سپېڅلو احساساتو په استفادې ګډوډیو ته لمن وهي.

هغه رسنیو ته یوه احساستي وینا وکړه او ويې ویل، چې امریکا کې د قانون حاکمیت تر هر څه مهم دی او د وژل شوي تورپوستي په حق کې به عدالت تامینېږي.

نوموړي ویلي چې په واشنګټن کې به نظم راولي او د امریکا په ټولو ښارونو کې به د خلکو د ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

بل خوا د امریکا روغتیايي چارواکو له امنیتي ادارو غوښتي چې ژر تر ژره دې د لاریون کوونکو د ارامولو هڅه وکړي او په ښارونو کې دې د تجمعاتو جوړولو ته د پای ټکی کېږدي.

دوی خبرداری ورکوي چې په امریکا کې د کرونا له امله په رامنځ ته شوي خطرناک وضعیت کې د لاریونونو دوام ستر بشري ناورین رامنځ ته کولی شي.

د روغتیايي چارواکو په خبره کرونا په چټکۍ د لاریون کوونکو په لیکو کې د پراختیا په حال کې ده او باید لاریونونه پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي