د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

14 جوزا 1399 ساعت 14:13

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قوماندان له یوه ساتونکي سره د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قوماندان له یوه ساتونکي سره د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د غبرګولي ۱۳مه) شاوخوا لس بجې د سیدکرم ولسوالۍ د پنده خېلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، په دغه سیمه کې طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی و او قوماندان هم مرستې ته ور روان و، چې پر موټر یې چاودنه شوې ده.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل هم پر پوسته برید او امنیه قوماندان چاودنه تاییدوي، چې په وینا یې په دواړو کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

منګل ویلي، په دغه چاودنه او برید کې  د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قوماندان همایون همت او درې پولیس وژل شوي او څلور نور پولیس ټپیان شوي دي.

د منګل په وینا امنیه قوماندان همایون همت تازه له پټان څخه سید کرم ولسوالۍ ته تبدیل شوی و، چې پرون یې د معرفۍ مراسم هم و.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 


د مطلب کود: 128379

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128379/

جمهور
  https://www.jomhornews.com