۰

د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قوماندان له یوه ساتونکي سره د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قوماندان له یوه ساتونکي سره د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د غبرګولي ۱۳مه) شاوخوا لس بجې د سیدکرم ولسوالۍ د پنده خېلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، په دغه سیمه کې طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی و او قوماندان هم مرستې ته ور روان و، چې پر موټر یې چاودنه شوې ده.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل هم پر پوسته برید او امنیه قوماندان چاودنه تاییدوي، چې په وینا یې په دواړو کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

منګل ویلي، په دغه چاودنه او برید کې  د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قوماندان همایون همت او درې پولیس وژل شوي او څلور نور پولیس ټپیان شوي دي.

د منګل په وینا امنیه قوماندان همایون همت تازه له پټان څخه سید کرم ولسوالۍ ته تبدیل شوی و، چې پرون یې د معرفۍ مراسم هم و.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي