د کابل ګلدره کې د افغان ځواکونو او طالبانو نښته شوې

18 جوزا 1399 ساعت 9:30

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې درې پولیس وژل شوي دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو  تر منځ نښته  کې درې پولیس وژل شوي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته  پرون شنبې د غبرګولي ۱۷ مه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې طالبانو پولیسو برید وکړ.

د ګلدرې جنايي جرمونو سره د مبارزې مسوول عبدالرحیم رحیمي وايي، د طالبانو د برید سره  سم کمکي ځواک سیمې ته ورسېده او د طالبانو برید یې په شاه تمباوه.

دی زیاتوي، چې د طالبانو په برید کې درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، چې ټپیان روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

نوموړي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل او طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128455

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128455/

جمهور
  https://www.jomhornews.com