سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې درې پولیس وژل شوي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نښته پرون شنبې د غبرګولي ۱۷ مه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې طالبانو پولیسو برید وکړ.
د ګلدرې جنايي جرمونو سره د مبارزې مسوول عبدالرحیم رحیمي وايي، د طالبانو د برید سره سم کمکي ځواک سیمې ته ورسېده او د طالبانو برید یې په شاه تمباوه.
دی زیاتوي، چې د طالبانو په برید کې درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، چې ټپیان روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
نوموړي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل او طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل