ولسمشرغني:

ډېر ژر به د وزارتونو سرپرستۍ ته د پای ټکی کېږدم

20 جوزا 1399 ساعت 9:44

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له مشرتابه غړو سره ناسته کې ژمنه کړې، چې ډېر ژر به د وزارتونو سرپرستۍ ته د پای ټکی کېږدي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له مشرتابه غړو سره ناسته کې ژمنه کړې، چې ډېر ژر به د وزارتونو سرپرستۍ ته د پای ټکی کېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، ښاغلي غني پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۹ مه د ولسي جرګې د اداري پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني د دغه پلاوی ته و ویل، چې ډېر ژر به نوماند وزیران د رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.

د یادونې ده، چې ښاغلي غني تر اوسه پورې د بهرنیو چارو، ماليې، عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو او ښار جوړونې وزارتونو لپاره نوماند وزیران معرفي کړي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128511

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128511/

جمهور
  https://www.jomhornews.com