افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له مشرتابه غړو سره ناسته کې ژمنه کړې، چې ډېر ژر به د وزارتونو سرپرستۍ ته د پای ټکی کېږدي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، ښاغلي غني پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۹ مه د ولسي جرګې د اداري پلاوي سره وکتل.
خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني د دغه پلاوی ته و ویل، چې ډېر ژر به نوماند وزیران د رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.
د یادونې ده، چې ښاغلي غني تر اوسه پورې د بهرنیو چارو، ماليې، عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو او ښار جوړونې وزارتونو لپاره نوماند وزیران معرفي کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل