د شورتپې ولسوال ماین چاودنې وژلی دی

21 جوزا 1399 ساعت 10:29

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ ولسوال د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ ولسوال د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۰ مه مزار شریف ته پر لویه لار رامنځ ته شوې  ده.

د بلح د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، د شورتپې ولسوال ابراهیم الیار مزار ته په لاره و، چې په موټر یې چاودنه شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې خپله ولسوال الیار، د ولسي پاڅون والو یو قوماندان او د ولسوال څلور ساتونکي وژل شوي دي.

د بلخ چارواکي دا کار د طالبانو بولي، خو طالبانو لا څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128545

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128545/

جمهور
  https://www.jomhornews.com