سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ ولسوال د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۰ مه مزار شریف ته پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.
د بلح د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، د شورتپې ولسوال ابراهیم الیار مزار ته په لاره و، چې په موټر یې چاودنه شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې خپله ولسوال الیار، د ولسي پاڅون والو یو قوماندان او د ولسوال څلور ساتونکي وژل شوي دي.
د بلخ چارواکي دا کار د طالبانو بولي، خو طالبانو لا څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل