ننګرهار کې د موټر بم چاودنې مخه ونیول شوه

21 جوزا 1399 ساعت 12:40

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه موټر بم چاودنې مخنیوي خبر ورکړی دی.


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه موټر بم چاودنې مخنیوي خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولایت والي شاه محمود میاخېل نن چهارشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي چې تیر ماښام د چپرهار د ټول پلازې سره له چاودېدونکو موادو ډک موټر او چلونکی د پولیسو له خوا ونیول شو.

نوموړي زیاته کړې، چې موټر ته د امنیتي ځواکونو له خوا انفجار ورکړل شو او په دې توګه یې د دښمن د یوه خونړي برید مخنیوی وکړ.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په دغه ولایت کې د طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه او یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم د افغان ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 128554

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com