د ننګرهار سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه موټر بم چاودنې مخنیوي خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولایت والي شاه محمود میاخېل نن چهارشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي چې تیر ماښام د چپرهار د ټول پلازې سره له چاودېدونکو موادو ډک موټر او چلونکی د پولیسو له خوا ونیول شو.
نوموړي زیاته کړې، چې موټر ته د امنیتي ځواکونو له خوا انفجار ورکړل شو او په دې توګه یې د دښمن د یوه خونړي برید مخنیوی وکړ.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په دغه ولایت کې د طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه او یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم د افغان ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي دی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار