طالبان وايي، ۲۲ نور افغان بندیان یې هم خوشي کړي

24 جوزا 1399 ساعت 10:08

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت ۲۲ نور زندانیان هم ور خوشي کړي دي.


په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت ۲۲ نور زندانیان هم ور خوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین په خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه زندانیان پرون جمعه په پروان، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې خوشي شوي دي.

د شاهین په وینا له خوشي شویو کسانو سره د نورو وختونو په څېر مرستې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128619

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128619/

جمهور
  https://www.jomhornews.com