د جرمونو محکمې د جنګي جرمونه د څېړنې په اړه د ټرمپ پرېکړه رد کړه

24 جوزا 1399 ساعت 10:40

د جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه رد کړه چې پر هغو څارنوالانو چې په افغانستان کې جنګي جرمونه څېړي، بندیزونه لګوي.


د جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه رد کړه چې پر هغو څارنوالانو چې په افغانستان کې جنګي جرمونه څېړي، بندیزونه لګوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرمونو نړیوالې محکمې د ټرمپ پر پرېکړه ژوره خواشیني څرګنده کړې وايي، د ټرمپ اقدام د منلو نه ‌دی او دا د (ای سي سي) په قضایي چارو کې د مداخلې مانا لري.

په ورته وخت د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې رییس جوزف بورېل هم د ټرمپ د پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یادونې ده، ټرمپ پرون یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې د جرمونو د نړیوالې محکمې پر کارکوونکو اقتصادي بندیزونه او د سفر محدودیتونه لګېږي.

په دې بندیزونو کې هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې د امریکا د پوځي او استخباراتي چارواکو د تورونو څېړنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128622

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128622/

جمهور
  https://www.jomhornews.com