د جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه رد کړه چې پر هغو څارنوالانو چې په افغانستان کې جنګي جرمونه څېړي، بندیزونه لګوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمونو نړیوالې محکمې د ټرمپ پر پرېکړه ژوره خواشیني څرګنده کړې وايي، د ټرمپ اقدام د منلو نه دی او دا د (ای سي سي) په قضایي چارو کې د مداخلې مانا لري.
په ورته وخت د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې رییس جوزف بورېل هم د ټرمپ د پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د یادونې ده، ټرمپ پرون یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې د جرمونو د نړیوالې محکمې پر کارکوونکو اقتصادي بندیزونه او د سفر محدودیتونه لګېږي.
په دې بندیزونو کې هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې د امریکا د پوځي او استخباراتي چارواکو د تورونو څېړنه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل