د پارلمان ګډ کمیسیون له (IMF) د پور اخیستو غوښتنه تایید کړې

25 جوزا 1399 ساعت 9:05

د مالیې وزارت وايي، د ولسي او مشرانو جرګې ګډ کمېسیون د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) د پور اخیستو غوښتنه تایید کړه.


د مالیې وزارت وايي، د ولسي او  مشرانو جرګې  ګډ کمېسیون د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) د پور اخیستو غوښتنه تایید کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کار په داسې حال کې کېږدي، چې په دې وروستیو کې له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه د میلیونونه ډالرو له مصرف سره سره د روغتیایي خدماتو کمښت افغانان سخت غوسه کړي دي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، مشرانو او ولسي جرګې دواړو د رایو په اکثریت سره د حکومت هغه غوښتنه تایید کړې ده چې پر بنسټ به یې د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۱۷ میلیارده افغانۍ پور تر لاسه کړي.

ویل کېږي چې دا پېسې به له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي خو د ځینې سناتورانو په ګډون ګڼ شمېر افغانان اندېښنه لري چې دا پیسې به هم لکه د همدې وبا سره د مبارزې په نوم راغلیو پیسو په څېر شخصي جېبونو ته لاړې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128646

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128646/

جمهور
  https://www.jomhornews.com