ټرمپ یو ځل بیا:

نور به امریکايي پوځیان پردیو هېوادونو کې د پولیسو دنده نه تر سره کوي

25 جوزا 1399 ساعت 9:15

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، نور به امریکايي پوځیان په پردیو هېوادونو کې د پولیسو او ساتونکو دنده تر سره نه کړي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، نور به امریکايي پوځیان په پردیو هېوادونو  کې د پولیسو او ساتونکو دنده تر سره نه  کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې  د امریکايي پوځي محصلینو د فراغت یوې غونډې ته کړې او ویلي یې دي، چې پوځیان به یې په لرو هېوادونو کې د پخوانیو ستونزو په حل بوخت نه کړي.

نوموړي افغانستان ته په اشارې ټينګار کړي، چې نور به یې سرتېري په لرې هېوادونو کې د ستونزو په حل نه بوختوي.

ټرمپ وایي امریکایي ځواکونه دمګړی ان داسې ځای په ماموریت بوخت دي چې نیمو امریکایانو یې نوم لا نه دی اورېدلی.

ټرمپ په دې وینا کې امریکایي پوځیان پیاوړي بللي دي او نوي فارغ شوي پوځیان یې په امریکا کې د رامنځ ته شوې ګډوډۍ پر وړاندې مبارزې او مقابلې ته رابللي دي.

هغه تر دې وړاندې هم ویلي وو اجازه نه ورکوي چې عسکر یې تر دې ډېر په افغانستان کې د پولیس او ساتونکي دنده ترسره کړي او په خبره یې اوس د افغان حکومت وخت دی چې پخپله د ځان ساتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128648

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128648/

جمهور
  https://www.jomhornews.com