د هلمند بست تصدۍ د پنبې فابریکه بېرته فعالېږي

28 جوزا 1399 ساعت 8:37

د کرنۍ، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت وایي، د بست د پنبې د تولید او پروسس فابریکه به بېرته فعاله کړي.


د کرنۍ، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت وایي، د بست د پنبې د تولید او پروسس فابریکه به بېرته فعاله کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، حکومت د دغه فابریکې د بیا فعالولو او اصلاحاتو راوستلو په برخه کې بودیجه ورته منظوره کړې ده او ډېر ژر به یې چارې پيل شي.

د وزارت په وینا سږ کال د هلمند پر نږدې ۱۶ زره هکټاره ځمکه د پنبې کرکېله شوې چې لږ تر لږه ۶۵۰ زره مټریک ټنه مالوچ به تولید کړي.

هلمند کې د بست تصدۍ فابریکه چې د ۳۰ زره ټنو پنبې د پروسس وړتیا درلوده په کورنیو جګړو کې له فعالیت پاتې او تر یوه حده ویجاړه شوې وه.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغې فابریکې کې د پنبه دانې د پروسس وروسته، د مالوچو په شمول غوړي، صابون او کونجاړه تولیدوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128724

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128724/

جمهور
  https://www.jomhornews.com