۰

د هلمند بست تصدۍ د پنبې فابریکه بېرته فعالېږي

چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
د کرنۍ، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت وایي، د بست د پنبې د تولید او پروسس فابریکه به بېرته فعاله کړي.
د هلمند بست تصدۍ د پنبې فابریکه بېرته فعالېږي
د کرنۍ، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت وایي، د بست د پنبې د تولید او پروسس فابریکه به بېرته فعاله کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، حکومت د دغه فابریکې د بیا فعالولو او اصلاحاتو راوستلو په برخه کې بودیجه ورته منظوره کړې ده او ډېر ژر به یې چارې پيل شي.

د وزارت په وینا سږ کال د هلمند پر نږدې ۱۶ زره هکټاره ځمکه د پنبې کرکېله شوې چې لږ تر لږه ۶۵۰ زره مټریک ټنه مالوچ به تولید کړي.

هلمند کې د بست تصدۍ فابریکه چې د ۳۰ زره ټنو پنبې د پروسس وړتیا درلوده په کورنیو جګړو کې له فعالیت پاتې او تر یوه حده ویجاړه شوې وه.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغې فابریکې کې د پنبه دانې د پروسس وروسته، د مالوچو په شمول غوړي، صابون او کونجاړه تولیدوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي