ناټو: د افغاسنتان د سولې بهیر ملاتړ ته ادامه ورکوو

28 جوزا 1399 ساعت 9:03

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان د سولې په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان د سولې له بهیر خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان د سولې په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان د سولې له بهیر خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې، چې د افغان سولې بهیر د ناټو له بشپړ ملاتړ برخمن دی او ناټو پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

نوموړي ویلي، د سولې د راتګ او دغه بهیر د بریا لپاره باید طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

سټولټنبرګ همدا راز ټینګار کړی چې طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي او د القاعده په ګډون دې له ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د ناټو عمومي منشي دا هم وایي، چې طالبان دې د سولې لپاره حسن نیت وښيي او د تاوتریخوالي له دوام دې تېر شي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي هم ویلي وو چې د افغانستان د سولې بهیر ددوی له ملاتړ بخمن دی.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې پر داسې  مهال کوي، چې ټاکل شوې  دغه سازمان د افغانستان په اړه یوه مهم غونډه وکړي، او په کې د افغانستان په اړه تازه پرېکړې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128726

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128726/

جمهور
  https://www.jomhornews.com