جوزجان کې د افغان پوځ ۶ سرتېري وژل شوي دي

28 جوزا 1399 ساعت 10:51

ملي دفاع وزرات تاییدوي، چې جوزجان ولایت کې د طالبانو سره نښته کې د پوځ ۹ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزرات تاییدوي، چې جوزجان ولایت کې د طالبانو سره نښته کې د پوځ ۹ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تېره شپه د جوزجان ولایت اقچه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو د اقچه ولسوالۍ په بالاحصار سیمه کې د ملي ارادو پر پوستو بریدونه کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دغه نښته کې د ارودو شپږ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، خو د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دي.

خبرپاڼه دا هم وايي، چې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي.

دا په داسې  حال کې ده، چې پرون د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونه د طالبانو په کمين کېتوني، چې په برید کې د پوځ ۶ سرتېري وژل شوي  او ۳ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128735

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128735/

جمهور
  https://www.jomhornews.com