۰

جوزجان کې د افغان پوځ ۶ سرتېري وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۱
ملي دفاع وزرات تاییدوي، چې جوزجان ولایت کې د طالبانو سره نښته کې د پوځ ۹ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جوزجان کې د افغان پوځ ۶ سرتېري وژل شوي دي
ملي دفاع وزرات تاییدوي، چې جوزجان ولایت کې د طالبانو سره نښته کې د پوځ ۹ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تېره شپه د جوزجان ولایت اقچه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو د اقچه ولسوالۍ په بالاحصار سیمه کې د ملي ارادو پر پوستو بریدونه کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دغه نښته کې د ارودو شپږ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، خو د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دي.

خبرپاڼه دا هم وايي، چې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي.

دا په داسې  حال کې ده، چې پرون د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونه د طالبانو په کمين کېتوني، چې په برید کې د پوځ ۶ سرتېري وژل شوي  او ۳ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي