۰

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات راتلونکې میاشت پیلېږي

جمعه ۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۳
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر (یوناما) مشره دیبورا لیوینز خبر ورکړی، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات به راتلونکې میاشت کې پیل شي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات راتلونکې میاشت پیلېږي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر (یوناما) مشره دیبورا لیوینز خبر ورکړی، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات به راتلونکې میاشت کې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن لیوینز چې تازه یې افغانستان کې ماموریت پیل کړی د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې ویلي، ډېر احتمال شته، چې  بین الاافغاني مذاکرات په راتلونکې میلادي میاشت کې پیل شي.

نوموړې د افغان سولې په برخه کې د امریکا، قطر او ګڼو سیمه ییزو هېوادونو د هڅو ستاینه او ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي همدا هڅې وې چې افغان سوله دغه پړاو ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا، ناټو، اروپايي ټولنه او ګڼ لوري د افغان سولې په تړاو هیله من دي او ویلي یې دي هېڅکله افغانان دومره سولې ته نه و نږدې شوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم څو ورځې وړاندې ویلي و افغانان تر بل هر وخت بین الاافغاني مذاکراتو او سولې ته نېږدې  شوي او دا فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم دوه ورځې وړاندې ویلي، چې افغانان سولې ته ډېر نېږدې شوي او دا فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي.

که له یوې خوا بین الاافغاني خبرو د پیل او  سولې د راتلو خبرې ګرمې او هیلې زیاتې شوې، خو له بلې خوا جګړو هم زور اخیستی او هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

ولسمشر غني په تازه مرکه کې ویلي، که څه هم په ټول کې د تاوتریخوالي کچه کمه شوې، خو بیا هم د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده او نېږدې هره ورځ له ۳۰ تر ۳۵ افغان سرتېري وژل کېږي او تر ۷۰ پورې ټپیان کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي