کابل کې چاودنې دوه تنه وژلي دي

7 سرطان 1399 ساعت 11:37

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي دي.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د چنګاښ ۷ مه د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه په یوه کرولا موټر پسې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

دی زیاتوي، په دغه چاودنه کې یوه مېرمن او یو نارینه وژل شوي دي او نور چا ته زیان نه دی رسېدلی.

د وژل شویو کسانو هویت هم تر اوسه معلوم نه دی او د چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128931

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128931/

جمهور
  https://www.jomhornews.com