۰
میک:

د مالیې وزارت د عوایدو ټولولو په بهیر کې پراخ فساد موجود دی

دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۱
د فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او نظارت ګډه خپلواکه کمېټه یا ميک وایي چې د مالیې وزارت د عوایدو د ټولو په بهیر کې پراخ فساد موجود دی.
د مالیې وزارت د عوایدو ټولولو په بهیر کې پراخ فساد موجود دی
د فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او نظارت ګډه خپلواکه کمېټه یا ميک وایي چې د مالیې وزارت د عوایدو د ټولو په بهیر کې پراخ فساد موجود دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې میک په یوه راپور کې ویلي، لا هم د افغانستان د ګمرکونو عواید د زورواکو او با نفوذه کسانو جیبونو ته ځي او د عوایدو د راټولولو په بهیر کې فساد موجود دی.

دغه اداره اندېښنه ښيي چې که حکومت د ګمرکي عوایدو د ټولولو لپاره منظم پلان جوړ نه کړي، شفافیت رامنځ ته نه کړي نو د فساد لوړېدونکې کچه به خطرناکه وي.

تر دې وړاندې ګڼو نړیوالو بنسټونو هم د افغانستان په بېلو برخو کې د فساد راپور ورکړی دی.

د میک د راپور په اړه د مالیې وزارت بیا ویلي چې دوی د راپور هرکلی کوي او هڅه کوي له دې راپور په استفادې په خپلو چارو کې اصلاحات راولي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم ویلي، په افغانستان کې فساد لا هم د پرمختګ په لاره کې خنډ دی او افغانستان اړتیا لري چې په دې اړه زیات څه تر سره کړي.

ویلسن دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال شفافیت د راپور تر خپرېدو وروسته په یوه ټویټ کې زیاته کړې ده چې شفافیت د حکومتولۍ لپاره یو بنسټیز اصل دی ځکه شفافیت له فساد څخه مخنیوی کوي.

د هغه په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۰ کال د نړیوال شفافیت راپور هغه ټکي را په ګوته کوي چې کوم هیوادونو په دې برخه کې لږ څه تر سره کړي دي.

دی وايي، افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې په دې برخه کې زیات څه تر سره کولو ته اړتیا لري، ځکه له همدې امله فساد لا هم د هغه مانع په ډول شته دی چې د هېواد د ځواکمنتیا په لاره کې خنډ دی.

ویلسن پر افغان حکومت، خصوصي بنسټونو، رسنیو، غیر دولتي بنسټونو او مدني ټولنو غږ کړی دی تر څو په حکومت کې د فساد ځایونه وپېژني، مبارزه ور سره وکړي او د ښیرازۍ لپاره موقع را منځته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي