د ایران په یوه روغتون کې چاودنو او اورلګېدنې ۱۹ کسه وژلي

11 سرطان 1399 ساعت 8:02

په ایران کې په یوه روغتیايي مرکز کې د درنو چاودنو او اورلګېدنې له امله ۱۹ کسه مړه شوي دي.


په ایران کې په یوه روغتیايي مرکز کې د درنو چاودنو او اورلګېدنې له امله ۱۹ کسه مړه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، په تهران کې په یوه روغتیايي مرکز کې لومړی دوې چاودنې شوې دي او وروسته له هغه اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې د روغتیايي مرکز ټولو پوړونو ته رسېدلې ده.

د معلوماتو له مخې په پېښه کې ۱۹ کسه مړه شوي چې څلور یې نارینه او ۱۵ یې ښځې دي.

همدا راز ۱۵ کسه نور په دې پېښه کې ټپيان شوي هم دي.

ایراني چارواکو د چاودنو په اړه معلومات نه دي ورکړي خو وایي ښايي پېښه د اکسیجن د ډبو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وي.

ایراني پولیس وایي، د پېښې په اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي او ددې احتمال هم شته چې مرګ ژوبله تر دې لوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129018

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129018/

جمهور
  https://www.jomhornews.com