۰

د ایران په یوه روغتون کې چاودنو او اورلګېدنې ۱۹ کسه وژلي

چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۲
په ایران کې په یوه روغتیايي مرکز کې د درنو چاودنو او اورلګېدنې له امله ۱۹ کسه مړه شوي دي.
د ایران په  یوه روغتون کې چاودنو او اورلګېدنې ۱۹ کسه وژلي
په ایران کې په یوه روغتیايي مرکز کې د درنو چاودنو او اورلګېدنې له امله ۱۹ کسه مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، په تهران کې په یوه روغتیايي مرکز کې لومړی دوې چاودنې شوې دي او وروسته له هغه اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې د روغتیايي مرکز ټولو پوړونو ته رسېدلې ده.

د معلوماتو له مخې په پېښه کې ۱۹ کسه مړه شوي چې څلور یې نارینه او ۱۵ یې ښځې دي.

همدا راز ۱۵ کسه نور په دې پېښه کې ټپيان شوي هم دي.

ایراني چارواکو د چاودنو په اړه معلومات نه دي ورکړي خو وایي ښايي پېښه د اکسیجن د ډبو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وي.

ایراني پولیس وایي، د پېښې په اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي او ددې احتمال هم شته چې مرګ ژوبله تر دې لوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي