ولسي جرګې، د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې د تعدیل طرحه تصویب کړه

11 سرطان 1399 ساعت 14:47

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه د رایو په اکثریت تصویب کړې ده.


ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه د رایو په اکثریت تصویب کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې جرګې د مالي کمیسیون منشي سید عظیم نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۱مه وویل، چې ولسي جرګې دغه طرحه له ځینو بدلونونو سره تصویب کړې ده.

دا طرحه د حکومت له لوري له کرونا سره د مبارزې برخه کې د ځانګړې شوې بودجې او دغه راز د ځینې کودونو د تعدیل په موخه ولسي جرګې ته استول شوې وه.

د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه د جوزا میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې له لوري کرونا سره د مبارزې او ځینې نورو برخو کې د ډېرو پیسو تخصیص له امله رد شوه وه خو تر یوې میاشتې جنجالونو وروسته بلاخره نن تصویب شوې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 129030

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129030/

جمهور
  https://www.jomhornews.com